انصار: (د لیندۍ ۶مه)، د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي نن سهار کابل ته را ورسېده.
افغان کرکټ بورډ وایي، دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به نورو تاریخي سیمو کې نندارې ته وړاندې شي.
د ټرافۍ را رسېدو او بدرګې لپاره د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني او ځوان لوبغاړي هوایي ډګر ته ورغلي دي.
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې او پام کې ده چې دغه جام د ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.
یاده ټرافي په لومړي ځل په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوه او تر افغانستان وروسته به بنګلهدېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره سفرونه وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34547